د غزني ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د مرکزي کمېسيون له پلاوي سره وکتل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۱۹
.

 د غزني ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین او د مرکزي کمېسيون د مؤظف پلاوي له رئیس، مولوي محمد اسماعيل غزنوي او نورو غړو سره د غزني ولایت د مقام په مقر کې یوه ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې مولوي محمد اسماعيل غزنوي د امارتي غصب شويو ځمکو پر استرداد ټینګار وکړ او ویې ویل چې عامو خلکو او سوداګرو ته د امارتي ځمکو په اجاره ورکولو سره به په خپل هېواد کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي او هم به نورو هېوادونو ته په قاچاقي او غیر قانوني لارو د تګ مخه ونیول شي.

همدارنګه، د تخنیکي هیئت غړو په دغې ناسته کې د ياد هیئت فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې او د یو شمېر ستونزو یادونه یې وکړه، چې د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتونکي شول.

مؤظف پلاوي تخنیکي هيئت ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د حل په برخه کې به له دوی سره هر ډول همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS