د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۵:۷
.

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د محرم الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستو برنامه د دغه وزارت په مقر کې جوړه کړه.

د ازموينې په دې برنامه کې چې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست مسؤولینو د ازموینې له بهیر څخه څارنه کوله د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز ۱۶ تنو غوښتونکو برخه اخیستې وه.

د عدلیې وزارت وړ کسانو ته د عریضه لیکنې د فعالیت جواز د ویشلو په منظور، وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخلي ترڅو وړ او با استعداده کسانو ته په اصولي او شفاف ډول جواز وویشل شي او د خلکو په کارونو کې هم آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS