د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړېدل
د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رياست د ظرفیت لوړونې آمریت، د ذوالحجې د مياشتې په ۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د مرکزي رياستونو یو شمېر کارکوونکو ته دوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د امير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو او حکمونو تشریح او توضيح تر سرلیک لاندې جوړه شوه، د عدلیې وزارت له بېلابېلو مرکزي رياستونو څخه ۲۸ تنه کارمندانو ګډون درلود او د امير المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو په اړه یې هر اړخيز معلومات ترلاسه کړل.
د عدلیې وزارت د بشري سرچينو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه ورته برنامې جوړوي او په دې برخه کې ډېرې هڅې کوي.