د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره د پوهاوي ورکولو برنامه جوړېدل
د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رياست د ظرفیت لوړونې آمریت، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ د یاد وزارت د مرکزي رياستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پوهاوي ورکولو یوه ورځنۍ برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د انرژۍ سپما تر سرلیک لاندې جوړه شوه، د عدلیې وزارت له بېلابېلو مرکزي رياستونو څخه ۱۸۸ کارمندانو ګډون درلود، او د انرژۍ د ډولونو، د انرژي سرچینو، د انرژۍ سپما او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخيز معلومات ترلاسه کړل.
د عدلیې وزارت د بشري سرچينو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت، د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه ورته برنامې جوړوي.