د عدلیې وزارت د یو تش بست د رقابتي آزموینې اخیستل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۶
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳  نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د دعوت او ارشاد د ریاست اړوند د جومات د مؤذن د بست آزموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.

په دغې آزموینې کې چې د عدليې وزارت په مقر کې ترسره شوې وه، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او د عدليې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي محمد زرین ساجد او د دغه وزارت نورو مسؤلینو حضور درلود.

په دغې آزموینې کې د ګډون لپاره ۱۹ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دغې جملې څخه د هغوی ۱۴ تنو په آزموینې کې برخه واخیسته او د یاد بست ترلاسه کولو په موخه یې په خپلو کې رقابت وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS