د عدلیې وزارت د وسایطو د تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د ټانک د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د عدلیې وزارت د وسایطو د یوه تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د یوه ټانک د جوړولو پروژه د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۳مه نېټه د سهشنبې په ورځ د مسلکي معین، مرکزي رئیسانو او نورو مسئولینو په حضور سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا تأسیسات د وسایطو د ساتنې او ترمیم لپاره د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د تېلو او نفتي توکو د برابرولو او وېشلو، په لګښتونو کې د سپما او د عدلیې وزارت د وسایطو د خوندیتوب په موخه جوړ شوي دي.
د یادې پروژې د پرانیستلو او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر وینا وکړه او زیربنايي پروژې یې د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو بنسټیز ضرورت وباله. هغه وویل چې تر فتحې وړاندې جهاد د ازادۍ لپاره و او اوس چې ازادي ترلاسه شوې ده، د هېواد د ابادۍ لپاره د جهاد وخت دی. نوموړي دا پروژه د ابادۍ او زیربنايي چارو په برخه کې یو مهم ګام وباله.
د عدلیې وزارت د مقام مشاور، محترم شیخ الحدیث مولوي رکن الدین عتیق هم په دې مراسمو کې وینا وکړه او ویې ویل چې د دغو تأسیساتو جوړول یوه جدي اړتیا وه؛ ځکه چې له وزارت څخه بهر د وسایطو ترمیم او همدارنګه له بهر څخه د تېلو پېرودل د مسئولینو او کارکوونکو د وخت د ضایع کېدو، د سرچینو د ضایع کېدو او له بیت المال څخه د اضافي لګښتونو د زیاتوالي لامل کېدل چې د عدلیې وزارت په داخل کې د دغو خدماتو په رامنځته کېدو سره دا ستونزې حل کېږي.
په دغو مراسمو کې، د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي سیدحبیب الحبیب د یادې پروژې په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د عدلیې وزارت د وسایطو تخنیکي ورکشاپ په ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې په معیاري ډول جوړ شوی او په بېلابېلو وسایلو او تجهیزاتو سمبال شوی دی. دغه راز نوموړي وویل چې د عدلیې وزارت د تېلو ټانک هم په معیاري ډول او د ۱۵۰ زرو لېترو تېلو د ظرفیت په لرلو سره جوړ شوی دی.
په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت مسئولینو د دغې پروژې په بشپړولو کې د مقدس کوثر شرکت د مسئولینو او کارکوونکو د هڅو او همدارنګه د اړوندو برخو د همکارۍ قدرداني وکړه چې د یادې پروژې په پلي کولو کې یې برخه اخیستې وه.
بلخوا، د مقدس کوثر شرکت رئیس هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې یې د خصوصي سکتور پر رول د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دا پروژه په معیاري ډول او د نن ورځې له طرحې او معیارونو سره سم بشپړه شوې ده.
