د عدلیې وزارت د انسجام رياست عمومي رئيس: خيريه بنسټونه او اتحادیې دې په خپلو چارو کې شفافیت ته پام وکړي

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۱:۱۵
.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس مولوي عبدالصمد عمري، د ننګرهار ولایت عدلیې رياست او د یاد ولایت خيريه بنسټونو او اتحاديو ترمنځ د همغږۍ په ناسته کې وویل چې، خيريه بنسټونه او اتحادیې دې په خپلو چارو کې شفافیت او سلسله مراتب ته پام وکړي.

په دغې ناسته کې چې، د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس مولوي عبدالصمد عمري، د ننګرهار ولایت عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او د خيريه بنسټونو او اتحاديو استازو ګډون درلود.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس د خپلو خبرو په ترڅ کې د خيريه بنسټونو او اتحاديو استازو ته وویل چې، خپلې ټولې کړنې د قانون مطابق او د عدلیې ریاست په همغږۍ ترسره کړي او په سمه توګه مستحقينو او بېوزلو خلکو ته مرستې ورسوي.

په یاده ناسته کې د خيريه بنسټونو او اتحاديو استازو د همغږۍ ناستو جوړېدل اړین وبلل او خپل وړاندیزونه او کاري ستونزې یې هم شريکې کړې چې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس د ستونزو حل کېدو په هکله هغوی ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS