د عدلیې وزارت د امارت د قضایاو لوی ریاست د دریو مسلکي بستونو د رقابتي آزموینې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۴:۴۸
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د امارت د قضایاو لوی ریاست د دریو مسلکي بستونو رقابتي آزموینه د یاد وزارت په مقر کې جوړه کړه.

یادو بستونو کې د امارت د قضایاو د لوی ریاست د املاکي قضایاو د مسلکي غړو دریم رتبه درې بستونه شامل دي او په دغې رقابتي آزموینه کې ۳۸ تنو غوښتونکو برخه واخیسته.

په دغې آزموینه کې، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي رحمت الله حلیم، د داخلي پلټنې ریاست د نظارت او کنټرول آمر، د یاد وزارت د بشري سرچینو د استخدام آمر او د روزنې او ظرفیت لوړولو آمر ګډون کړی وو او د یادې آزموینه له بهیر څخه یې نظارت ترسره کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS