د عدليې وزیر په ننګرهار کې د حقوقو د ادارې کارکوونکو له لوري د عدالت پرتأمین ټینګار وکړ

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۹:۵۵
.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي، ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د عدليې ریاست څخه کتنه وکړه او د دې ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره د هغو د فعالیتونو په هکله خبرې اترې وکړې.

د عدليې وزیر او له هغه سره مل هیئت د پنج شنبې ورځې د مرغومي په ۴ نېټه، د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست څخه د کتنې په بهیر کې د دې ریاست له کارکوونکو سره له نږدې څخه کتنه او خبرې اترې وکړې او د هغو د ستونزو په اوریدو سره د هغو د حل لپاره لارښوونه وکړه.

هغه د دې سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل  سره کتنه وکړه او په دې ولایت کې د عدليې ریاست د فعالیتونو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

.

همداراز د عدليې وزیر د حقوقو د بنسټيزو ښوونو د برنامې د اختتاميې په غونډه کې چې د چکي د دفتر د عدالت د پروژې له لوري د ننګرهار، کنړ، خوست، نورستان او پکتیا ولایتونو د حقوقو د ادارو د ۲۶ تنو کارکوونکو لپاره جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

فضل احمد معنوي د ښوونیزو برنامو جوړول په ځانګړې توګه د حقوقو په برخه کې مهم وبلل او د حقوقو د مسلکي کارکوونکو پر وړتیا لوړولو ټینګار وکړ.

هغه د حقوقو ادارې د عدليې د وزارت یو له بنسټيزې او مهمې برخې څخه وبللې او زیاته يې کړه چې زمونږ ګډون په دې برنامه کې د حقوقو د مسلکي کارکوونکو ته د ارزښت ورکونې په معنا ده. هغه تصریح کړه په خپلو اصلاحي برنامو کې د حقوقو کارکوونکو په پام کې نیسو او د هغو ستونزو ته پاملرنه کوو.    

.

د عدليې وزیر د حقوقو له مسلکي کارکوونکو څخه وغوښتل چې د عدالت په تأمین کې غور وکړي او د جوړجاړی او منځګړیتوب له لارې د شخړو د حل و فصل په لاره کې د خپلو د وړتیاوو پر لوړولو زیاته پاملرنه وکړي.

همداراز د عدليې د وزارت د حقوقو لوی رئیس په دې غونډه کې د ښوونیزو برنامو او د کارکوونکو د وړتیا لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ويې ویل چې د ظرفیت جوړونه د ادارې او کارکوونکو دوه اړخیزه مکلفیت دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۲۲:۲۴
Background image

 د عدليې وزارت د معاملو د لارښوونو او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس وپیژندل شو

د عدليې وزارت د مالي او اداري چارو معین ګل محمد ګلزي د دې وزارت د سمون د لوی ریاست د معاملو د لارښوونو او د عریضه لیکونکو د چارو رئيس عبدالهادي امیري قرلق معرفي کړ.

ښاغلي قرلق د آزادې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدليې وزیر د دې وزارت د کارکوونکو د معاشونو پر یوشان کولو ټینګار وکړ

د هېواد د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي د دې وزارت د رهبرۍ د شوری په ناسته کې د عدليې وزارت د کارکوونو د معاشونو پر عادلانه کولو او یوشان کولو باندې ټینګار وکړ.

د عدليې وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۷
Background image

د عدليې وزیر په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال سره د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې

د هېواد د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي په کابل کې د امریکا د سفیر له مرستیال یان مک کری او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.

د عدليې وزیر. . .

BACK TO NEWS