د عدليې وزیر په عدلي، قضايي او تقنیني برخو کې د ملتونو د سازمان د پرمختیايې برنامو د همکارۍ غوښتونکی شو.

د هېواد د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پرمختیايې برنامې (UNDP) له رئیس ښاغلي عبدالله الدرداري سره لیدنه وکړه او په عدلي، قضايي او تقنیني برخو کې د دغه بنسټ د همکاریو په باره کې خبرې وکړې.
دغه لیدنه چې د یکشنبې ورځې د غويي په ۵ مه نېټه ترسره شوه، ښاغلي معنوي د ملګروملتونو د سازمان د پرمختيايې برنامې له همکاريو څخه د مننې ترڅنګ وویل:«مونږ تمه لرو چې د عدليې وزارت رول د عدلي او قضايي بنسټونو لپاره د یو پالیسي جوړوونکي بنسټ په توګه د دغه سازمان په پروژو چي له دې ډلې څخه د لتفا په پروژه کې ښکاره وي.»
هغه زیاته کړه چې د قانون جوړونې، د غیر قضايي عدالت د تامین په برخو او د قوانینو د طرحې، د قوانینو د شرحې او د قوانینو له تطبیق څخه د څارنې په پروژو کې د ملتونو د سازمان د پرمختیايي برنامې همکاریو ته جدي اړتیا لرو.

د عدليې وزیر زیاته کړه چې د قوانینو له تطبیق څخه د څارنې پروژې کې لومړنۍ سروې ګانې د پیل کېدو په حال کې دي. د هغه پر وینا د دغې پروژې په ترسره کولو به د پلي شوو قوانینو شمېر او دا چې څومره د پلي کولو شونتیا يې لرله او همداراز د قانون د نه پلي کېدو دلیلونه، معلوم شي.
فضل احمد معنوي وویل چې د قوانینو تشریح او د ساده کولو لپاره د قوانینو د شرحې پروژه ترلاسه لاندې نیول شوې ده. هغه زیاته کړه: « په ځینو قوانینو پوهېدل د خلکو لپاره او حتی د ځینو قاضیانو لپاره سخت دي او د قوانیو د شرحې پروژه مرسته کوي تر څو پر هغو پوهېدنه آسانه کړي.»
هغه څرګنده کړه چې د قانون جوړونې په بهیر کې د نوښتونو او د قوانینو د طرحې د پروژې د پیاوړتیا په برخه کې ګامونه پورته شوي دي او په دې برخو کې همکاریو ته اړتیا لرو. هغه په محکمو کې د قضیو د زیاتوالي او په حقوقي ادارو کې د خلکو سرګردانۍ ته په اشارې سره وویل چې اړتیا ده غیر قضايي عدالت پیاوړی شي تر څو قضيې محاکمو ته له وړاندې کولو د مخه د عدليې وزارت د حقوقو په ادارو کې حل او فصل شي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پرمختیايي برنامې رئیس ښاغلي عبدالله الدرداري نوموړي موضوعات يې مهم وبلل او ويې ویل چې هڅه کوو ترڅو ځینو ته یې د لتفا د پروژې له لارې همکاري وکړو.
هغه زیاته کړه چې دغه بنسټ، په څو برخو کې د لتفا د پروژې د بیاکتنې په حال کې دی ترڅو پراختیا ومومي. ښاغلي الدرداري تصرېح کړه چې ښه به وي د پروژو په تړاو د عدليې وزارت او د (UNDP) ترمنځ اړیکه نیغ په نیغه وي تر څو د دونرونو مرستې په چټکئ او اغېزمن ډول جلب شي.