د عدليې وزارت مکمل رپوټ چې په، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په خبري کنفرانس کې وړاندې شو.

شنبه، د ۱۳۹۸ کال د کب ۳مه-ملت ته د حکومت د حساب ورکولو کنفرانس
د قوانینو اصلاح کول د عدلیې وزارت له عمده موخو څخه ده، چې د طرحې، د تقنیني اسنادو د تسوید او تدقیق او د چاپ پړاوونو د بشپړولو او پر وخت خپرولو له لارې تر سره کېږي. د تقنیني کار له پلان سره سم چې د کابینې لخوا تصویب شوی وو، دغه وزارت باید په ۱۳۹۸ کال کې د ۷۳ تقنیني سندونه پړاوونه بشپړ کړي وای؛ خو د دولت اړتیاوو ته په کتو دغه وزارت توانیدلی ۹۵ تقنیني سندونه، چې ۲۰ قوانین، ۴۴ مقررې، په ۲۲ تقنیني سندونو کې تعدیل، ایزاد، حذف او ضمیمې، یوه اساسنامه، ۲کرنلاره، یوه لایحه او ۵ فرمانونه پکې شامل دي؛ تدقیق او د پړاوونو د بشپړولو لپاره یې د قوانینو کمېټې، کابینې او ملي شورا ته استولي دي.

د عدلیې وزیرښاغلي عبدالبصیر انور، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې خبرې کولې، زیاته کړه: عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ د زده کړه ییز پروګرام له لارې، د ۴۸ نجونو په ګډون د حقوقو او شرعیاتو څانګو ۱۳۷ فارغانو ته د یوه کال لپاره د قانون جوړونې د مسایلو په برخه کې زده کړې ورکړې دي.
هغه وویل عدلیې وزارت په محکمو کې د دعوو د پر مخ وړلو او د دولت د قضیو له قانون سره سم د استردادي فیصلو د صادرولو له لارې، د دولتي جایدادونو له غصب او د عامه شتمنۍ له تصرف څخه مخنیوي کوي. دغه وزارت د دولت د قضیو ادارې له لارې، په ۱۳۹۸ مالي کال کې په ټولیزه توګه د جایدادونو په ګډون؛ ۱۷۳ جریبه ځمکه، بېرته راګرځولې ده.
عدلیې وزارت په ۱۳۹۸ مالي کال کې مو ۱۹۹۵۴ قضیې، چې ۱۰۰۵۵۴ املاکي، ۴۱۰۱ د پورونو او ۵۲۹۹ کورنۍ قضیې پکې شاملې دي، ثبت کړي او رسېدنه مو ورته کړې ده. د یادو قضیو له ډلې ۸۱۶ مدني او د عامه حقوقو قضیې د پړاوونو تر بشپړولو او د محکمې د قطعي او نهایي فیصله وروسته تطبیق شوي او ۳۳۹ نورې قضیې د پلي کېدو په حال کې دي.
دغه راز عدلیې وزارت په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ۹۱۴۳ تنه بې بضاعته شکمنو او تورنو له حقوقو څخه چې ۷۳۳۲ سړي او ۴۰۳ ښځې او ۷۹۴ ماشومان پکې شامل دي، د کابل او ولایتونو په عدلي او قضایي مراجعو کې دفاع کړې ده. د دغه وزارت د مساعدینو د دفاع په پایله کې ۱۳۵۲ تنو برائت تر لاسه کړی او دغه راز د ۸۰۰۵ تنو په بند په موده کې تخفیف رامنځته شوی دی.

همدارنکه په ۱۳۹۸ مالي کال کې په مجموعي توګه ۲۸۲۸ شکمن، تورن او په حجز محکوم ماشومان چې ۸۹ نجونې هم پکې شاملې دي، د هېواد د ماشومانو د اصلاح او روزنې په ټولو مرکزونو کې ساتل شوي، خرڅ او خوراک ورته برابر شوی او تعلیمي، روزنیزې، حرفوي، دیني اوکلتوري زده کړې ورته ورکړل شوې دي.
عدلیې وزارت په ۱۳۹۸ کال کې په ټولیزه توګه ۱۰۰۲ ټولنیزو بنسټونو ته، چې ۹۱۵ نوي، ۸۷ تمدیدي بنسټونه پکې شامل دي، د فعالیت جوازونه ورکړي دي. دغه راز یې ۴ سیاسي ګوندونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي چې ۳ ګوندونو د فعالیت نوي جوازونه تر لاسه کړي او یو بل ګوند د خپل فعالیت جواز غځولی دی. تر څېړنو وروسته د ۷ سیاسي ګوندونو،۱۶۰۳ ټولنیزو بنسټونو او د ۲۹۱ د معاملاتو د لارښوونې دفترونو د فعالیت جوازونه د ثبتولو له دفتر څخه حذف شوي دي.
په ۱۳۹۸ مالي کال کې د عدلیې وزارت ټوله بودجه څه باندې ۱ میلیارډه او ۶۲ میلیونه افغانۍ وه او دغه وزارت توانېدلی دی چې ۹۴.۵۷ سلنه خپله عادي بودجه او ۸۴.۹۱ سلنه پراختیایي بودجه ولګوي.
په ۱۳۹۸ کال کې د دغه وزارت پلان شوي عواید څخه باندې ۷۶ میلیونه او ۶۱ زره افغانۍ وو؛ خو یاد وزرت توانېدلی چې څه باندې ۸۵ میلیونه افغانۍ تر لاسه کړي.

همدارنګه په ۱۳۹۸ مالي کال کې دغې ادارې ته د تابعیت د پرېښودنې ۴۸۶ قضیې رسېدلي چې متقاضیان یې د ایران، اتریش، هالند، روسیې، آذربایجان، جاپان او اندونیزیا هېوادونو د تابعیت غوښتنونکي وو. دغه راز په سږني کال کې د تابعیت د ترلاسه کولو ۱۲ قضیې رسېدلې چې متقاضیان یې د ایران، مراکش، مصر، انګستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو اتباع دي او دغه قضیې د پړاوونو د بشپړولو په جریان کې دي.
عدلیې وزارت د بیان آزادۍ د اصل په مراعتولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د اطلاع رسونې شاوخوا ۷۸۰ موارد درلودل چې خبري ناستې، خبري اعلامیې، مرکې، د ټیلیفوني اړیکو له لارې د اطلاعاتو ورکړه، د خبر خپرول او د اطلاعاتو غوښتنې فورمو ته ځواب ویل پکې شامل وو.