د عدليې وزارت سرپرست د چیکي موسسې د عدالت د پروژې له رئیس سره ولیدل.

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۸:۴۸
.

د عدليې وزارت سرپرست او نوماند وزیر قضاوت پوه فضل احمد معنوي، د چیکي موسسې د عدالت د پروژې له رئیس اریک پوتزیک سره ولیدل او د عدليې له وزارت سره د دغې موسسې د همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

دغه لیدنه د سې شنبې ورځې، د تلې په ۸ نېټه تر سره شوه او ښاغلی پوتزیک د عدليې وزارت له حقوقي برخو سره  د چيکي دفتر- د عدالت پروژې د همکاریو په اړه خبرې وکړې اوپه دې برخه کې د لازیاتو همکاریو ژمنه یې وکړه.

.

په دې لیدنه کې د عدليې وزارت سرپرست دې وزارت سره  د حقوقي قضیو د رسېدنې په برخه کې د چیکي موسسې له همکاریو څخه  قدرداني وکړه او د دغو همکاریو د دوام غوښتونکی شو.

د چیکي دفتر- د عدالت پروژې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهيسې د عدليې وزارت په اړوند کې فعالیت لري، چې ډېری فعالیتونه یې د عدليې وزارت په حقوقي برخه کې د تخنیکی او مسلکي همکاریو او د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو کې شاملېږي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS