د عدليې وزارت د حقوقو د ادارو د اجراآتو د لارښود طرحه وروستنۍ شوه
د عدليې وزارت د حقوقو د ادارو د اجراآتو د لارښود طرحه په یوه پنځه ورځنې برنامه کې د اړوندې کمېټې په واسطه تر خبرو او مطالعې لاندې ونیول شوه او له یو لړ لازمو اصلاحاتو څخه وروسته تائیده او وروستنۍ شوه.
دغه برنامه د امریکا د بین المللي پرمختیا د ادارې د عدالت پروژې(USAID) په مالي او تخنیکي ملاتړ د روان کال د سلواغې له ۲۳ څخه تر ۲۷ نېټې پورې جوړه شوه او د عدلیې له ۱۴ تنو رئیسانو او مسلکي کارکوونکو څخه جوړې شوې کمېټې د لارښود په طرحې خبرې وکړې.
په دغه لارښود د کار د عدالت پروژې په همکارۍ او له عدليې وزارت سره په همغږۍ کې په ۲۰۱۷ کال کې له عدليې وزارت سره د همکارۍ د هوکړه لیک پربنسټ او د حقوقو د ادارو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره پیل شو او اوس بشپړ او وروستنۍ شوی دی.
د حقوقو د ادارو د اجراآتو لارښود، د حقوقو د تحصیل د ډول د قانون، د مدني محاکماتو د اصولو د قانون، د سوداګریزو محاکماتو د اصولو د قانون، د عریضو د وارسۍ د قانون او د پولیسو د قانون په ګډون په اړوندو نافذو قوانینو د معتبرو فقهي کتابونو په رڼا کې ترتیب شوی دی.
دغه لارښود دوه برخې لري چې د حقوقو د ادارو عملي اجراآت او د حقوقي دعواوو د ماهوي قواعدو په هکله معلومات پکې شاملېږي او په ډیر لنډ ممکن وخت کې په چاپ او د هغه د ګټې اخېستونکو په واک کې ورکړی شي.