د عدليې وزارت د حقوقو د ادارو د اجراآتو د لارښود  طرحه وروستنۍ شوه

waheed
Tue, Feb 16 2021 8:12 AM
.

د عدليې وزارت د حقوقو د ادارو د اجراآتو د لارښود طرحه په یوه پنځه ورځنې برنامه کې د اړوندې کمېټې په واسطه تر خبرو او مطالعې لاندې ونیول شوه او له یو لړ لازمو اصلاحاتو څخه وروسته تائیده او وروستنۍ شوه.

دغه برنامه د امریکا د بین المللي پرمختیا د ادارې د عدالت پروژې(USAID)  په مالي او تخنیکي ملاتړ د روان کال د سلواغې له ۲۳ څخه تر ۲۷ نېټې پورې جوړه شوه او د عدلیې له ۱۴ تنو رئیسانو او مسلکي کارکوونکو څخه جوړې شوې کمېټې د لارښود په طرحې خبرې وکړې.

په دغه لارښود د کار د عدالت پروژې په همکارۍ او له عدليې وزارت سره په همغږۍ کې په ۲۰۱۷ کال کې له عدليې وزارت سره د همکارۍ د هوکړه لیک پربنسټ او د حقوقو د ادارو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره پیل شو او اوس بشپړ او وروستنۍ شوی دی.

د حقوقو د ادارو د اجراآتو لارښود، د حقوقو د تحصیل د ډول د قانون، د مدني محاکماتو د اصولو د قانون، د سوداګریزو محاکماتو د اصولو د قانون، د عریضو د وارسۍ د قانون او د پولیسو د قانون په ګډون په اړوندو نافذو قوانینو د معتبرو فقهي کتابونو په رڼا کې ترتیب شوی دی.

دغه لارښود دوه برخې لري چې د حقوقو د ادارو عملي اجراآت او د حقوقي دعواوو د ماهوي قواعدو په هکله معلومات پکې شاملېږي او په ډیر لنډ ممکن وخت کې په چاپ او د هغه د ګټې اخېستونکو په واک کې ورکړی شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS