د شکایتونو اورېدلو قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۴۳
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د شکایتونو اورېدلو قانون او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی و رعاه یو شمېر فرمانونه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په ۲۳ نېټه په ۱۴۴۴ ګڼه رسمي جریده کې خپاره کړل.

په یاد شوي قانون کې یوه مقدمه، ۲ فصلونه او ۲۳ مادې شاملې دي چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی و رعاه له توشیح څخه وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د شکایتونو اورېدلو قانون د عدالت د تامین او د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د امارتي ادارو مسؤولینو او کارمندانو له خوا تدوین شوی دی او د تطبیق مرجع یې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدولو وزارت دی.

د دغه قانون په اساس یاد وزارت مکلف شوی ترڅو په لیکل شوي یا شفاهي توګه، د امارتي مسؤولینو  او کارمندانو په وړاندې د خلکو شکایتونو ته رسیدګي وکړي او محاکم او نورې امارتي ادارې هم د دغه قانون د پنځمې مادې د حکم په اساس، مکلفې دي ترڅو شکایتونو ته د رسیدګۍ په هکله، هر اړخیز معلومات وړاندې او په نورو لازمو اجراآتو اقدام وکړي او په دې برخه کې یاد وزارت ته خبر ورکړي.

دغه قانون شکایت کوونکي ته اجازه ورکوي چې خپل شکایت په آزاده توګه د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته وړاندې کړي او دغه وزارت مکلف دی ترڅو د شکایت کوونکي مصوونیت تامین کړي  او د نوموړي شکایت ته شرعي او قانوني رسیدګي وکړي.

په دې قانون کې راغلي دي که شکایت د امارتي ادارو له کارمندانو و اوسي او یادې شوې ادارې په دې هکله، له امر بالمعروف وزارت سره همکاري و نه کړي، موضوع دې اړوندې محکمې ته واستول شي او که چېرې هغه شخص چې د هغه په وړاندې شکایت شوی، قاضي یا د قضاء ادارې کارمند وي او شکایت کوونکی د قطعي او وروستۍ پریکړې د عدم تطبیق او یا له قانوني عذر پرته په محکمې کې قضیې ته د رسیدګۍ اوږدېدو په اړه، خپل شکایت وړاندې کړي، وزارت دې موضوع د اړوندې قضایي محکمې له مافوق مقام سره شریکه کړي او د یوې میاشتې په اوږدو کې شکایت ته د عدم رسیدګۍ په صورت کې، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت دې د موضوع راپور، عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی و رعاه ته وړاندې کړي.

د شکایتونو اورېدلو په قانون کې، د شکایت کوونکي شخص په وړاندې د ګواښ او د محکمې په جریان کې د امارتي مسؤولینو او منسوبینو دخالت موجودیت په صورت کې هم احکام درج شوي دي.

د یادونې وړ ده د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی ۵۱۶ ګڼه حکم د دوه یمې مادې ۱ فقرې په اساس، که چېرې څوک د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد د کمېسیون او په مرکز او ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونو څخه شکایت لري، کولای شي خپل شکایت په لیکلي ډول د امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته د بررسۍ او حل لپاره وړاندې کړي.

هېوادوال کولای شي د شکایتونو اورېدلو قانون د عدلیې وزارت د ویب پاڼې د حکمونو او قوانینو له دیتابیس او یا د لاندې لینک له لارې ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او په خپل سر ډول د مطبعو او افرادو او اشخاصو په واسطې یې چاپ او پلورل منع دي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.

لینک: http://old.moj.gov.af/Content/files/OfficialGazette/01401/OG_01444.pdf