د راستنیدونکو مهاجرینو له مجبوریتونو له ناوړه ګټه پورته کولو څخه د ډډې کولو په برخه کې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په دې ورستیو کې شکایتونه ترلاسه کړي چې په ډاګه کوي د معاملاتو د لارښوونې یو شمېر دفترونه له ګاونډیو هیوادونو د مهاجرینو د راستنیدو له بهیر او د مهاجرینو له مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د کرایې او کمېشن په برخه کې له هغوی څخه په اخاذۍ لاس پورې کوي.

د عدلیې وزارت له یاد وزارت څخه د فعالیت جواز درلودونکو د معاملاتو د لارښوونو له  ټولو دفترونو څخه غواړي له راستنیدونکو سره چې ګڼ شمېر بې وزله دي، د جایدادونو د کرایې ورکولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي او د واقعي بیو په خلاف په لوړه بیه د کورونو په کرایه ورکولو او د اصولو خلاف له کمېشن اخیستلو څخه ډډه وکړي. د دغه ډول سرغړونو د لیدلو په صورت کې به د عدلیې وزارت له سرغړونکو سره اصولي چلند وکړي.

دغه راز موږ له خپلو هغو هیوادوالو څخه چې خپل جایدادونه په کرایې ورکوي هیله کوو چې له راستنیدونکو مهاجرینو سره همکاري وکړي او خپل جایدادونه هغوی ته په مناسبې بيې په کرايې ورکړي ترڅو خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ادا کړي.

هیوادوال کولی شي د معاملاتو د لارښوونو دفترونو د سرغړونو د لیدو په صورت کې د لاندنیو اړیکو شمېرو له لارې د عدليې وزارت ته خبر ورکړي ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.

۰۷۷۶۱۲۶۴۲۸  او ۰۷۷۷۳۸۳۳۷۰

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د شپږمې دورې د پایلو اعلام

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د ثور (غويي) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د ۶۹۸ تنو په شرایطو برابرو متقاضیانو په ګډون . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

Back to announcements