د تقنیني ستاژ برنامې د نهمې دورې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو لخوا تایید شوي وي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې، د تقنیني ستاژ برنامې د نهمې دورې د ورودي ازموینې لپاره نوم لیکنه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې له ۲۹ نېټې چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د سلواغې میاشتې له ۲۸ نېټې سره سمون خوري پیل او د رمضان المبارک میاشتې تر ۱۹ نېټې، د روان کال د کب میاشتې د ۲۹ نېټې مطابق، دوام لري.

د اړتیا وړ اسناد:

  • په برنامه کې د شمولیت غوښتنلیک د فورمې بشپړول
  • د تابعیت د تذکرې رنګه کاپي
  • د لوړو زده کړو وزارت د تایید شوي دیپلوم او د نمرو ترانسکریپت رنګه کاپي
  • دوه قطعې ۳/۴ عکسونه

د ازموینې سرچينې:

  • عقیدة الطحاوی
  • مجلة الاحکام العدلیة (عمومي برخه)
  • د اسلام د جزا حقوق ( عمومي او اختصاصي)
  • د اسلام د حقوقو اساسات
  • د حقوقو د علم مبادي
  • عمومي بین المللي حقوق
  • د عمومي جزا حقوق

داوطلبان کولای شي، د نوم لیکنې فورمه په حضوري ډول د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشرېح او زده‌کړې ریاست د تقنیني زده‌کړو له آمریت او یا له وب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي. داوطلبان مکلف دي، پورته یاد شوي سندونه په یوې پلاستیکي دوسیه کې د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې ریاست ته وسپاري.

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د مودې د تمدید په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د جواز ټولو متقاضیانو ته خبر ورکوي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو او د لویو لارو د بندېدو له امله، د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینې . . .

Back to announcements