د تقنیني ستاژ برنامې د نهمې دورې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا
د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو لخوا تایید شوي وي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغانو ته خبر ورکول کېږي چې، د تقنیني ستاژ برنامې د نهمې دورې د ورودي ازموینې لپاره نوم لیکنه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې له ۲۹ نېټې چې د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د سلواغې میاشتې له ۲۸ نېټې سره سمون خوري پیل او د رمضان المبارک میاشتې تر ۱۹ نېټې، د روان کال د کب میاشتې د ۲۹ نېټې مطابق، دوام لري.
د اړتیا وړ اسناد:
- په برنامه کې د شمولیت غوښتنلیک د فورمې بشپړول
- د تابعیت د تذکرې رنګه کاپي
- د لوړو زده کړو وزارت د تایید شوي دیپلوم او د نمرو ترانسکریپت رنګه کاپي
- دوه قطعې ۳/۴ عکسونه
د ازموینې سرچينې:
- عقیدة الطحاوی
- مجلة الاحکام العدلیة (عمومي برخه)
- د اسلام د جزا حقوق ( عمومي او اختصاصي)
- د اسلام د حقوقو اساسات
- د حقوقو د علم مبادي
- عمومي بین المللي حقوق
- د عمومي جزا حقوق
داوطلبان کولای شي، د نوم لیکنې فورمه په حضوري ډول د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشرېح او زدهکړې ریاست د تقنیني زدهکړو له آمریت او یا له وبپاڼې څخه ترلاسه کړي. داوطلبان مکلف دي، پورته یاد شوي سندونه په یوې پلاستیکي دوسیه کې د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست د قوانینو د مطالعې، تشریح او زده کړې ریاست ته وسپاري.