د دایکندي ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۰:۳۳
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الاول د میاشتې په ۱۸ نېټې د سه شنبې په ورځ د دایکندي ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د دایکندي ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او د یاد ریاست له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه. یاد هیئت د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد هیئت د دغه ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د دایکندي ولایت او د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي او د هغو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

دغه هیئت د دایکندي ولایت د والي له مرستیال او د یاد ولایت له نورو مقاماتو سره هم وکتل او له هغوی سره یې په یاد ولایت کې له ځینو سیمه ییزو ادارو سره د عدلیې ریاست ستونزې شریکې کړې او له عدليې ریاست سره د دغه ولایت مقاماتو او سیمه ییزو مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د دایکندي ولایت د والي مرستیال او د دغه ولایت نورو مسؤلینو هم د یاد ولایت د عدلیې ریاست د ستونزو د حل په برخه کې یاد هیئت ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۲:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتیا ولایت کې د ۸ دارالوکالو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګردېز ښار کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په هرات ولایت له ۴ مارکېټونه څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د هرات ښار په دیارلسمه ناحيه کې له ۴ مارکېټونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS