د داوطلبۍ خبرتیا

barekzai_admin
.

Publish Date

Closing Date

موضوع: د ۴۹ قلمه پرزه جاتو د پروژې د داوطلبۍ خبرتیا:

د عدليې وزارت له ټولو واجدو شرايطو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، څو د ۴۹ قلمه پرزه جاتو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

ټول ليوال داوطلبان کولای شي چې د يادې داوطلبۍ غوښتنپاڼه د یاد وزارت د تدارکاتو له آمریت څخه د (۵۰۰) افغانیو په بدل کې ترلاسه کړي. د فورمې د ترلاسه کولو وروسته، داوطلبان مکلف دي چې خپلې غوښتنپاڼې په منظم ډول تيارې کړي او تر ۱۴۰۴/۶/۱ نېټې، د شنبې ورځ پورې چې د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه ده د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د يادونې وړ ده چې د آفر تضمین باید د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په ډول وړاندې شي، چې اندازه یې اتیا زره (۸۰۰۰۰) افغانۍ ټاكل شوې ده، دا تضمين د داوطلب د مالي وړتيا ښکارندويي کوي او هغه آفرونه چې د ټاكلي تضمين پرته وړاندې شي د منلو او اعتبار وړ نه دي.

د آفرونو پرانست غونډه به له پورته يادې شوې نېټې سره سم د سهار ۱۰:۳۰ بجې د عدليې وزارت د تدارکاتو آمریت په داخل کي ترسره کيږي، له ټولو داوطلبانو څخه هيله کېږي چې په ټاکلي وخت کې به حاضر وي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا

د عدلیې وزارت په پام کې لري چې د خپل د اړتیا وړ رسمي جریدو، د عدالت مجلې ګاهنامې او نورو نشریاتو د چاپ پروژه د کابل د څلورمې ناحیې اړوند د حنظله جومات په درې لارې کې د بهیر طباعتي او . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲۳
Background image

د داغمه وسایطو د لیلام په هکله د داوطلبۍ اعلان

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په پام کې لري چې د دغه وزارت ۶ عرادې بېلابېل ډوله داغمه وسایط د لیلام او داوطلبۍ له لارې وپلوري.

په دغه اساس له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې د یادو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۵
Background image

د داغمه وسایطو د لیلام په هکله د داوطلبۍ اعلان

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په پام کې لري چې د دغه وزارت ۶ عرادې بېلابېل ډوله داغمه وسایط د لیلام او داوطلبۍ له لارې وپلوري.

په دغه اساس له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه چې د یادو . . .

Back to tenders