د داوطلبۍ خبرتیا !
Publish Date
Closing Date
د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د وزارت د اړتیا وړ رسمي جریدې، د عدالت مجلې ګاهنامه او د سوداګریزو سندونو او علایمو د اعلاناتو د ثبت د چاپ د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې یو نقل په وړیا توګه د هارډ په بڼه د اعلان له خپریدو نېټې څخه تر۲۱ تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۳/۱/۲۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت دوه یم پوړ، کین لور ته د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کیږي.
له داوطلب څخه د آفر تضمین (۱۵۰۰۰۰) یو سلو پنځوس زره افغانۍ بانکي تضمین یا نغدې پیسې اخیستل کیږي، ناوخته رارسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.