د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدلیې وزارت په پام کې لري چې د خپلو نقلیه وسایطو د اړتیا وړ (۱۵۸) قلمه پرزه جاتو د تدارک پروژه د کابل ښار د ۷ ناحیې اړوند، د دوغ آباد په قلعه رحیم کې د عیسی الیاس لوژستیکي خدماتو شرکت ته چې د (۱۰۰۶۲۹) شمېرې جواز لرونکی دی په یو میلیونه او اتهسوه یو اتیا زره او اووهسوه پنځوس (۱،۸۸۱،۷۵۰) افغانۍ مجموعي قیمت وسپاري.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې هکله هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې په لیکل شوې بڼه له دلیلونو سره یو ځای په دارالامان ساحه کې د عدلیې وزارت په ودانۍ کې، د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دغه خبرتیا د قرارداد د عقد په معنی نه ده او د پورته یادې شوې مودې او د راتلونکو قانوني مراحلو بشپړولو پورې، قرارداد نهمنعقد کېږي.
