د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د والي په لارښوونې او د باک ولسوالۍ د کوچیانو او ځايي اوسیدونکو د بابکرخیلو قوم ترمنځ د شخړې د حل په منظور جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د شخړو له لورو سره په جلا توګه وکتل او د دواړو لورو د مشرانو خبرې واورېدلې. یاد هیئت له دواړو لور څخه ضمانت وغوښت چې له یو بل سره د موضوع تر حل پورې د امارتي ساحې پر سر جنجال و نه کړي.