د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت له خوا د ۱۵ کورونو ویجاړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۰:۵۳
.

د خوست ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هم دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وشوه.

یاد شوي هیئت له غونډې څخه وروسته د دغه ولایت د والي د لارښوونې مطابق، د یاد ولایت د مرکز اړوند خوړې ساحې ته ولاړ او په دغې ساحې کې ۱۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ کړل او امارتي ملکیتونه یې له غصب څخه خلاص کړل.

یاد شوي کورونه له خبردارۍ سره، د دوه یم ځل له پاره د خلکو له خوا جوړ شوي وو. یو شمېر اشخاص چې د کورونو ویجاړولو پر سر یې له تخنیکي هیئت سره جنجال کاوه هم د امنیتي مسؤلینو له خوا ونیول شول او د عدليې او قضائي تعقیب له پاره د خوست امنیه قوماندانۍ ته وروپېژندل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS