د حقوقي مشاوریتونو د مقررې طرحه د ادارو مشورې او نظر غوښتنې ته وړاندې شوه

د عدليې وزارت د وزارتونو خپلواکو ادارو د حقوقي مشاوریتونو د همغږۍ کنفرانس د روان کال د تلې د میاشتې په دوویمه نېټه د چارشنبې په ورځ په کابل کې د GIZ بنسټ په همکارۍ جوړ کړ.
دغه کنفرانس د حقوقي مشاوریتونو د مقررې د نوې طرحې، د وزارتونو، خپلواکو ادارو او د عدليې وزارت د حقوقي سلاکارانو ترمنځ د زیاتی همغږۍ، د قانون جوړونې په برخې د شته چلنجونو د لرې کولو او په وزارتونو او خپلوکو ادارو کې د قوانینو د ښه تطبیق په باره کې د کنفرانس د غړو د مشورې او نظریو د ترلاسه کولو په منظور جوړ شو.
په دې کنفرانس کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي_ حقوقي څېړنو د چارو د انستیتیوت لوی رئیس عبدالمجید غني زاده، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د تقنیني سندونو مدقق فضل کریم فضل، دGIZ د دفتر د کابل د برخې رئیس ګل جان مظفري او د وزارتونو او خپلواکو حقوقي سلاکارانو ګډون وکړ.

د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي_حقوقي څېړنو د چارو انستیتیوت لوی رئیس په دې کنفرانس کې په وزارتونو خپلواکو ادارو ته د قانون جوړونې په برخه کې د شته ستونزو په هکله خبرې وکړې.
هغه د ادارو له حقوقي سلاکارانو څخه وغوښتل چې خپلې حقوقي مشورې د اړوندو تقنیني سندونو په استناد وړاندې کړي. هغه زیاته کړه چې ادارې باید د هغو ستونزو او موضوع ګانو د حل کولو په اړوندو چې حقوقي مشورې ته اړتیا لري له خپلو حقوقي سلاکارانو سره مشوره وکړي.
ښاغلي غني زاده وویل که چېرې ادارې د خپلو حقوقي سلاکارانو له لوري په وړاندې شوو حقوقي مشورو قناعت ونه لري، کولې شي په عین موضوع کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي_حقوقي څېړنو د چارو له انستیتیوت څخه قانوني مشوره وغواړي.
په دې کنفرانس کې دغه راز د GIZ د دفتر د کابل د برخې رئیس او د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د تقنیني سندونو مدقق فضل کریم فضل هم په انساني ټولنو کې د قانون د ارزښت او د قانون جوړونې په برخه کې د شته چلنجونو او د هغو د پړاوونو د تېرولو په هکله خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې برخه والو د حقوقي مشاوریتونو د مقررې د طرحې په باره کې زیاتی خبرې وکړې او خپلې اصلاحي نظريې وړاندیزونه يې طرحه کړل.