د حقوقي عامه پوهاوي تګلاره باید نوی او اغیزمن شي

waheed
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۵:۳۱
.

د عدليې نوماند وزیر او سرپرست قضاوتپوه فضل احمد معنوي د وزارت د مشرتابه شورا په غونډه کې د حقوقي عامه پوهاوي د برخې په هراړخیزې بیاکتنې باندې ټینګار وکړ.

د عدليې وزارت د مشرتابه شورا غونډه د عدليې وزارت د سرپرست په مشرۍ او ددغه وزارت د معینانو او رئیسانو په ګډون پرون د تلې د میاشتې په ۱۵ د سه شنبې په ورځې   په سهار جوړه شوه او هغې کې له مؤسسو سره د عدليې وزارت د هوکړه لیکونو، د حقوقي مساعدتونو، د بریښنايې خپرونې د رامنځته کولو، د حقوقي عامه پوهاوي، د مسلکي کارکوونکو د حقوقو او امتیازونو او د ویندوی دفتر ته د ریاستونو د رپوټ ورکولو د څرنګوالي په باره کې خبرې وشوې.

.

د عدليې وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د دې وزارت له برنامو سره د ملاتړ په منظور له بین المللي موسسو سره اړیکې باید پیاوړې او وساتل شي. هغه وویل چې د همکارو موسسو فعالیت باید د هغو د هوکړه لیکونو پربنسټ له دغه وزارت سره په نږدې همکارۍ کې ترسره شي. هغه لارښونه وکړه چې له وزارت سره د هغو هوکړه لیکونو د بررسۍ په منظور د دغه وزارت له رئیسانو څخه یو بورد رامنځته شي.

محترم فضل احمد معنوي د دې وزارت د ویبسایټ له لارې د بریښنايې خپرونې رامنځته کول اغیزمن وبلل او د حقوقي عامه پوهاوي د وړاندې کولو په تګلاره کې نوښت او د بدلون د رامنځته کولو باندې هم ټینګار وکړ او وویل چې لاتراوسه پورې هم د حقوقي عامه پوهاوي وړاندې کول په کلاسیکه بڼه صورت مومي چې باید بدلون مومي.

.

هغه زیاته کړه چې له نوښتونو څخه یو هم دادې چې د حقوقي عامه پوهاوي په منظور د یوې غږیزې یا انځوریزې رسنې د رامنځته کولو امکان بررسی کړو. د عدليې وزارت سرپرست په دې برخه کې یوه کميټه موظفه کړه چې له نویو وسیلو څخه ګټې اخیستنې ټه په پاملرنې سره خپله طرحه په ۱۰ کاري ورځو کې غونډې ته وړاندې کړي.

محترم فضل احمد معنوي دغه راز لارښوونه وکړه چې مالي او اداري ریاست دې د عدليې وزارت څه د پاسه ۱۰۰۰مسلکي کارکوونکو لپاره چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکمونو پربنسټ صادر شوي دي امتیازي حقوق باید ورکړي او له قانون سره سم د هغوې د کلي ورکړې امکان د راتلونکي کال په بودیجه کې په پام کې ونیسي.

.

د عدليې وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې د کارکوونکو حقوق او امتیازونه باید په عادلانه ډول په پام کې ونیول شي. هغه دغه راز زیاته کړه چې د چلونکو په ګډون د خدماتي کارکوونکو د حقوقو او امتیازونو د ورکړې په برخه کې د مقاماتو په نسبت زیاته پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS