د جندر آمریت
د عدلیې وزارت د جندر آمریت په ۱۳۹۰ کال کې رامنځته شو.
دغه آمریت د عدالت د ټینګښت د بهیر د پیاوړتیا، د ټولنیزجنسیت د برابرۍ، د کارکوونکو ښځو ځواکمن کولو د ښځینه کارکوونکو په واسطه د خدمتونو د وړاندې کولو د کچې اوکیفیت د لوړولو، په کاري چاپیریال کې د ټولو کارکوونکو په تیره بیا د ښځو د فزیکي اوراوني خوندیتوب او امنیت د تامینولو او له نارینه و سره د ښځینه کارکوونکو لپاره د برابرو فرصتونو د رامنځته کولو په غرض د بشري سرچینو د ریاست په ګډون چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده کړې د پرمختیا مستقیم مسؤل دی د عدلیې وزارت له ریاستونو سره همکاري کوي.
د جندر آمریت تشکیل:
دغه آمریت په خپل تشکیل کې د کارپیزندونکو۲ بستونو لرونکي دي.
د جندر آمریت عمده اواساسي موخې .
- تر(۲۰۱۷م) کال پورې د عدلیې وزارت د کار په ځواک کې په ۳۰ سلنه ښځو اشغال لاسرسی.
- د عدلیې وزارت د ښځینه کارکوونکو د مسلکي او پرمختیايي پوهې د کچې لوړول.
- د عدلیې په وزارت کې د پوهې د کچې د لوړولو لپاره د کار په چاپیریال کې د جندر د برابرۍ رواجول .
- د ښځو لپاره د کارمناسب چاپیریال ته د لاسرسي زیاتوالی .
- د عدلیې وزارت د جندر د واحد د ادارې پرمختیا او د کارکوونکو د ظرفیت لوړول .
د جندر آمریت عمده او اساسي دندې:
- د ټولنیز جنسیت د پیاوړتیا او برابرۍ په برخه کې ملي پرمختیا ستراتیژی د اساساتو، د ښځو د ملي کار پلان او د نورو نافذو ملي او بین المللي سندونو تعقیب اوتطبیق .
- د عدلیې په وزارت کې په ټولنیز جنسیت پورې د اړوند چارو تنظیم او همغږي.
- د عدلیې په وزارت کې ټولنیز جنسیت د برابرۍ د اساساتو طرح اوپیاوړتیا.
- د عدلیې په زوارت کې دښځو دشتون اورول دبیاوړتیا او پراختیا لپاره دلنډ مهالو تدبیرونو په توګه دښځینه کارکوونکو دشمېر زیاتوالی اوښځو په نسبت دمثبت تبعیض عملي کول.
- دعدلیې وزارت دکارکوونکو ښځو دعلمي او کاري ظرفیت اومهارتونو لوړول (دټولنیز جنسیت دبرابرۍ دبهیر دپیاوړتیا په پام کې نیولوسره ).
- دعدلیې په وزارت کې دښځینه کارکوونکو لپاره دخوندې او له هر لحاظه جسمی اوروانی تبعیض ازیت اوځورونې داخلاص کاری چاپیریال تامینول .