د بلخ ولایت له عدليې ریاست څخه د عدليې وزارت د استول شوي هیئت لیدنه
د عدليې وزارت د استول شوي هیئت د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د شمال ولایتونو د عدليې له ریاستونو څخه د لیدنې په لړ کې، د ربیع الثاني میاشت په ۱۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.
یاد هیئت ددغه ریاست د لېدنې په ترڅ کې د بلخ ولایت د عدلیې رییس مولوي امرالله مصلح او ددغه ریاست له امرینو سره وکتل. دغه ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د عدليې ریاست امرینو او ټولو کارکوونکو په کې حضور درلود.
د بلخ ولایت د عدليې رییس په دغې کتنه کې یاد هیئت ته ښه راغلاست وویل او ددغه ریاست د فعالیتونو او اجرااتو په اړه يې معلومات وړاندې کړل. نوموړي د ولایتونو د عدليې ریاستونو د فعالیتونو څخه نظارت او ارزیابي د مراجعینو ستونزو ته د رسیدګۍ او د چارو د ښه والي په برخه کې مهمه او ګټوره وبلله.
په یاده ناسته کې ددغه هیئت رییس مولوي رحمت الله حقاني دغه ولایت ته ددغه هیئت د سفر موخه د عدليې ریاست د فعالیتونو او اجرااتو بررسي، ستونزي اوریدل او د هغوی د وړاندیزونو ترلاسه کول وبلل. نوموړي په دغې برخه کې د عدلیې رییس د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د بلخ ولایت د عدلیې رییس ددغه ریاست د فعالیتونو او اجرااتو د نظارت او ارزیابۍ په برخه کې له یاد هیئت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
