د بلخ ولایت له عدليې ریاست څخه د عدليې وزارت د استول شوي هیئت لیدنه

hakeem_admin
Mon, Nov 14 2022 2:47 PM
.

د عدليې وزارت د استول شوي هیئت د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ د شمال ولایتونو د عدليې له ریاستونو څخه د لیدنې په لړ کې،  د ربیع الثاني میاشت په ۱۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت  ددغه ریاست د لېدنې په ترڅ کې د بلخ ولایت د عدلیې رییس مولوي امرالله مصلح او ددغه ریاست له امرینو سره وکتل. دغه ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د عدليې ریاست امرینو او ټولو کارکوونکو په کې حضور درلود.

.

د بلخ ولایت د عدليې رییس په دغې کتنه کې یاد هیئت ته ښه راغلاست وویل او ددغه ریاست د فعالیتونو او اجرااتو په اړه يې معلومات وړاندې کړل. نوموړي د ولایتونو د عدليې ریاستونو د فعالیتونو څخه نظارت او ارزیابي د مراجعینو ستونزو ته د رسیدګۍ او د چارو د ښه والي په برخه کې مهمه او ګټوره وبلله.

.

په یاده ناسته کې ددغه هیئت رییس مولوي رحمت الله حقاني دغه ولایت ته ددغه هیئت د سفر موخه د عدليې ریاست د فعالیتونو او اجرااتو بررسي، ستونزي اوریدل او د هغوی د وړاندیزونو ترلاسه کول وبلل. نوموړي په دغې برخه کې د عدلیې رییس د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې د بلخ ولایت د عدلیې رییس ددغه ریاست د فعالیتونو او اجرااتو د نظارت او ارزیابۍ په برخه کې له یاد هیئت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS