د بلخ ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ناصر خسرو پروژې د ۹۹۴۰ جریبه ځمکې پر استرداد پریکړ وکړه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۳:۲۷
.

د بلخ او میدان وردک ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هيئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د غصب شوو ځمکو دوسیې او سندونه پکې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو. 

د بلخ ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې ددغه هیئت د سکرتریت لخوا د معلوماتي استعلامونو پر تعقیبولو ټینګار وشو او پریکړه وشوه چې د هغو د بررسۍ په وخت کې د متصرف اشخاصو په واک کې هیڅ ډول د حکم وړ سندونه شتون و نه لري، د هغو د استرداد برخه کې راپور ترتیب شي.

په دغې ناسته کې، د یو شخص د عریضې او د مارمل بې ځایه شوو د پروژې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې یاد شوي شخص او اړوندو ادارو ته استعلام وویشل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې، د غلامی علي د ۳۰۰ جریبه پروژې، د هاشمي پروژې، د خالد بن ولید پروژې او د بلخ باستان پروژې د استعلامونو ځوابیې بررسي شوې. د یادو شوو پروژو یو شمېر اړوند اشخاص هم جلب لاندې راوستل شوو او پریکړه وشوه چې له اړوندو ادارو او یادو شوو پروژو څخه معلومات او شرعي سندونه وغوښتل شي. د شهید بلخي پروژې مسوول ته هم معلوماتي استعلام وویشل شو.

یاد شوي هیئت د ناصر خسرو بلخي پروژې په اړه پریکړه وکړه چې ددغې پروژې ۹۹۴۰ جریبه ځمکه په ساحه کې د هیئت له حضور څخه وروسته د کرنې ریاست ته استرداد شي او پاتي ۹۰۰ جریبه یې چې د هغې په اړه له مرکزي کمېسیون څخه لارښوونه غوښتل شوې، د کمېسیون تر لارښوونې پورې د تعلیق حالت کې پاتي شي.

.

په همدې حال کې،  د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د اداري اصلاحاتو د پروژې او د معلمینو د ښارګوټي او د نورو موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې هیئت د ځمکو د ادارې د کارکوونکو په تفاهم سره د اداري اصلاحاتو د پروژې له ساحې څخه لیدنه وکړي. دغه راز پریکړه وشوه چې حج او اوقاف ریاست خلکو ته د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړي.

یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې، د کارونو د موثریت په منظور د ولسواليو له مسوولینو سره غونډه جوړه شي او د خلیلي او باغبند خلکو د ستونزو په اړه هم ددغه ولایت له والي سره کتنه وشي.

دغه راز یاد شوي هیئت له محکمې څخه د استول شوو دوسیو په اړه او د اجناسو د اړتیا او د هغو د تدارک په اړه هم بحث وکړ او لازم تصمیمونه ونیول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS