د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۵:۱۵
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، جوند ولسوالۍ کې پر عامه مرعی ځمکه د یو شخص د مالکیت د ادعا موضوع بررسي شوه او له ادعا کوونکي شخص څخه شرعي سندونه وغوښتل شول. په همدې توګه هیئت پریکړه وکړه چې دغې ولسوالۍ ته د هیئت سفر پورې هیڅوک له یاد شوي څړځای څخه د مالدارانو د ممانعت حق نه لري.

دغه راز په یادې شوې ناسته کې، خم شرشره کې پر یو اندازه ځمکه د کندلان او ملمنجي قومونو دعوا بررسي شوه. یاده شوې ځمکه د یو لوري او د امارت قضایا دعوا لاندې ده. هیئت مقابل لوری هم جلب کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS