د انسان ۱۰۴ تنه قاچاق کوونکي عدلي او قضايې بنسټونو ته وړپیژندل شوي دي.

waheed
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۲:۲۵
.

پنجشنبه، د ۱۳۹۸کال د تلې ۱۱

د هېواد کشفي او امنیتي ادارو د تیر کال په بهیر کې د انسان د قاچاقو ۱۰۴ تنه مظنونین عدلي او قضايې بنسټونو ته وړپیژندلي دي. د هېواد د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور چې د پنجشنبه په ورځ يې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوخبري کنفرانس کې د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سر د مبارزې د عالي کمېسیون د ۱۳۹۷ کال د رپوټ په باب جزئیات ورکول وویل: په ټولیزه توګه د انسان له قاچاقو ۱۵۴ قضيې په تیر کال کې لوی څارنولی لېږلې شوې دي او له دې جملې څخه ۱۴۵قضيې تر تعقیب او څیړنې لاندې شوې دي او ۹ نورې قضيې تر کار لاندې دي.

.

د دغه رپوټ پر بنسټ د ملي امنیت ادارې د انسان له قاچاقو د ۵۵ شبکو له تثبیت او پیژندنې او د هغو د ۳۴ شبکو پرخلاف د اوپراتیفي عملیاتو له ترسره کولو وروسته، د انسان ۴۱ تن قاچاق وړونکي نیولي دي. او عدليې او قضايې بنسټونو ته وړپیژندلي دي. رپوټ زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت هم د انسان د قاچاقو د ۱۲۲ قضیو له کشف او بررسۍ سره، ۶۳ تنه د انسان له قاچاقو په اړوند نیولي او عدلي او قضايې بنسټونو ته يې سپارلي دي.

د هېواد د جزا د کود د حکمونو پربنسټ، د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو له تورنو کسانو څخه، ۷۵ تنه په اوږد، منځني او لنډ حبسونو په مجازاتو محکوم شوي دي.

 د عدليې وزیر زیاته کړه، چې همکارو مؤسسود انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون له غړو ادارو سره همغږۍ کې د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو له قربانیانو څخه ۱۰۵۰ تنه تر اوسه پورې په خپلو ملاتړییزو مرکزونو کې تر روغتیايې، رواني، ښوونیز او ټولنیز ملاتړ لاندې نیولي دي او ځینې يې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

دغه کمېسیون دغه راز له راستول شویو مهاجرانو څخه څه د پاسه ۸۶۰۰ تنو لپاره روغتیايې، رواني، ټولنیز او عامه پوهاوي خدمتونه برابر کړي دي.

.

ښاغلي انور دغه راز وویل: د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې عالي کمېسیون، له بین المللي مؤسسو سره په همکارۍ کې د سعودي عربستان، ترکيې او ایران له هېوادونو او له ځینو اروپايې هېوادونو څخه ۵۴۲۴۲ تنه رد مرز شوي کسان او کورنۍ له لازم ملاتړ وروسته له کورنیو سره يې مدغمې کړې دي. د عامه پوهاوي سکتور چې د حج او اوقاف، د مهاجرینو د چارو، د کار او ټولنیزو چارو او د عامې روغتیا وزارتونه، د بشر د حقوقو خپلواک کمېسیون او د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې عالي کمېسیون پکې شاملېږي د جوماتونو، خطابو، رادیويې او تلویزیوني پیغامونو، د بنرونو او بلبوردونو له لارې د انسان د قاچاقو او د هغو د زیاتونو او پایلو په باره کې د عامه پوهاوي برنامې جوړې کړې دي او د هېواد له اتباعو څخه ۱۶۹۷۳۵ تنو ته يې پوهاوي ورکړی دی.

د افغانستان دولت، د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د قانون د حکمونو پر بنسټ د جوړښت، د جرمونو د کشف او د انسان د قاچاقو د مظنونینو د نیولو، قضیو ته د رسیدګۍ او د انسان د قاچاقو د جرمونو د تورنو کسانو د محاکمه کولو، عامه پوهاوي ورکولو، د انسان د قاچاقو له قربانیانو سره د ملاتړ او د سیمې او نړۍ په کچه د همغږۍ د رامنځته کولو په ګډون په شپږو ساحو کې، تل هڅې کړې دي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۲
Background image

د کال ۱۳۹۹ لپاره د عدليې وزارت تقنیني ستاژ د شمولیت آزموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ج د عدليې وزارت د تقنیني ستاژ د شمولیت ازموینې څلورم دور د دغه وزارت لخوا د ۱۳۹۹ هـ.ش کال لپاره واخیستل شوه.

دغه ازموینه چهارشنبې ورځ، د کب ۷ نېټه د افغانستان په ملکي خدمتونو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د کابل دارالترجمو د ژباړونکو د آزموینې دریمه دوره ترسره شوه

د ا.ا.ج د عدليې وزارت د رسمي سندونو ژباړنې او تصدیق د چارو د حکمونو د تطبیق او په هېواد کې د رسمي سندونو د ژباړنې د کیفیت د لوړولو په منظور، د کابل د دارالترجمو دژباړونکو د آزموینې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۹
Background image

د عدليې وزارت مکمل رپوټ چې  په، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په خبري کنفرانس کې وړاندې شو.

شنبه، د ۱۳۹۸ کال د کب ۳مه-ملت ته د حکومت د حساب ورکولو کنفرانس
 د قوانینو اصلاح کول د عدلیې وزارت له عمده موخو څخه ده، چې د طرحې، د تقنیني اسنادو د تسوید او تدقیق او د چاپ پړاوونو د. . .

BACK TO NEWS