د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العالمین و الصلاة و السلام علی سید المرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین.
ګڼه: ۱۳
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۹ هـ.ق
د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی
فرمان
قال الله تعالی: اعوذ بالله من الشیطان الرجیم، ولَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا. [الآیة (۲۹) سورة النساء].
ترجمه: او مه وژنئ تاسي سره ځانونه خپل (یعنې یوبل، یا مه کوئ تاسي هغه کار چې ستاسو د هلاکت سبب وي) بېشکه چې الله دی پر تاسي باندې ډېر مهربان (د اجر او ثواب په انعام سره). (کابلی تفسیر).
و عن ابي هریرة رضي الله تعالی عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من أعان علی قتل مؤمن بشطر کلمة لقي الله عزوجل مکتوب بین عینیه آیس من رحمة الله. (رواه ابن ماجة)
ژباړه: د ابوهریره رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې د مومن په قتل کې په نیمه کلمه سره کومک وکړي (مثلاً د قتل ویلو په ځای قت ووايي) نو الله جل جلاله به د هغه سره په داسې حال کې ملاقات وکړي چې د دواړو سترګو په منځ کې به یې لیکلي وي، چې دا کس د خدای تعالی د رحمت څخه نا امیده دی. (مظاهر حق)
و عن علي بن شیبان قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم، من بات علی ظهر بیت لیس علیه حجاب – و في روایة حجار – فقد برئت منه الذمة. (رواه ابوداؤد)
ژباړه: د حضرت شیبان رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل څوک چې د شپې پر داسې بام ویده کېږي چې پر هغه دیوال نه وي او په یوه روایت کې دا الفاظ دي چې پر هغه ډبرې نه وي (یعنې د ډبرو دیوال نه وي) نو له هغه څخه د الله تعالی ذمه ولاړله (یعنې د هغه د ساتنې ذمه ختمه شوه، ځکه چې هغه خپل ځان خپله په خطره کې واچوی). (مظاهر حق)
د پورته مبارک ایت شریف او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په اساس انساني قاچاق غیر شرعي عمل دی، په افغانستان کې له څو لسیزو یاده ستونزه وجود لري او له همدې امله د انسانانو ژوند په خطر کې غورځي، د دې لپاره چې د دې مشکل مخنیوی وشي او زموږ د خلکو ژوند، کرامت او عفت خوندي شي، لاندې مواد منظوروم.
لومړۍ ماده:
د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو، سرحدونو، اقوامو او قبایلو او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونه مکلف دي، د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو، د بدو عواقبو او شرعي ممناعت په اړه، د عامه پوهاوي تدبیرونه جوړ او عملي کړي او د انساني قاچاق په ناوړه عواقبو دې خلک پوه کړي.
همدا رنګه علماء کرام، د منطقې مخور او متنفذین دې د انساني قاچاق په اړه د پوهاوي په برخه کې پوره همکاري وکړي.
دوهمه ماده:
(۱) د کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې هغه انساني قاچاقبران چې په مختلفو ولایتونو کې خلک په تیره بیا ځوانان له افغانستانه په قاچاقي او له خطرونو ډکو لارو وتلو ته هڅوي او لیږي، تعقیب، تثبیت او ونیسي.
(۲) د کورنیو چارو وزارت دې انساني قاچاقبران، د نیولو څخه وروسته د سزا لپاره نظامي محکمو ته معرفي کړي.
(۳) که له کومو مرکزونو څخه د انساني قاچاق لپاره کار اخیستل کیده د کورنیو چارو وزارت مکلفیت لري چې له تثبیت څخه وروسته یې په جدي توګه بند کړي.
درېیمه ماده:
نظامي محکمې دې انساني قاچاقبران لومړی په یو کال بند، په دوهم ځل تکرار سره په دوه کاله او په دریم ځل تکرار سره په درې کاله بند محکوم کړي.
څلورمه ماده:
د دفاع وزارت مکلف دی چې په سرحدونو او د فرضي کرښې په اوږدو کې د انساني قاچاق مخنیوی وکړي او نیول شوي قاچاقبران دکورنیو چارو وزارت ته وسپاري.
پنځمه ماده:
د استخباراتو لوی ریاست مکلف دی چې د انساني قاچاق د مخنیوي اړوند د کشف په برخه کې همکاري وکړي.
شپږمه ماده:
دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.
والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة الله اخندزاده