د اسلامي همکارۍ د سازمان له یوه هیأت سره د عدليې د وزیر کتنه

waheed
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۱:۱۶

دافغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي د روان هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د اسلامي فقهې د بین المللي اکاډمي د عمومي سرمنشي داکتر کوتوب مصطفی سانو په مشرۍ د اسلامي همکارۍ د سازمان د غړو هیوادونو د عالمانو په ګډون له یوه هیأت سره د دې وزارت په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

دغه هیأت د اسلامي همکارۍ د سازمان په استازیتوب افغانستان ته راغلی دی چې د اسلامي امارت له مقاماتو او عالمانو سره په دین کې د حجاب او د نجونو د زدکړې په ګډون د ډیرو مهمو موضوعګانو په باره کې خبرې وکړي.

دغه هیأت لومړی د اسلامي همکارۍ د سازمان په باره کې دعدلیې وزیر ته معلومات ورکړل. دغه راز د هغې سولې له امله چې به افغانستان کې تأمین شوې ده خوښي څرګنده کړه او په دغه هیواد کې یې د ثبات د دوام هیله وکړه.

په دې کتنه کې د نجونو د تعلیم او د حجاب د رعایتولو په باره کې خبرې وشوې. د عدليې وزیر د افغانستان اقتصادي وضعیت او ستونزو باره کې معلومات ورکړل او د اسلامي عالمانو هیأت ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو د تعلیم پلوی دی.

ده وویل همدا اوس هم ښونځي او مدرسې فعالې دي خو د اقتصادي ستونزو له امله نشو کولای چې د نجونو له پاره جلا ښونځي او مدرسې جوړې کړو ځکه چې امریکا د افغانستان پانګه بنده کړې ده او په هیواد کې بانکي فعالیتونه ځنډېلي دي.

د عدلیې وزیر ټینګار وکړ چې د اقتصادي ستونزو په اساس زیات کارونه ځنډېدلي دي. هغه زیاته کړه که چیرې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي زیاتره اوسنۍ ستونزې حل کیږي او افغانستان به په بیلابیلو برخو کې پرمختګ وکړي. دغه راز هغه وویل چې د اسلامي هیوادونو له پاره هیڅ عذر شتون نه لري چې اسلامي امارت په رسمیت و نه پېژني.

په پای کې د اسلامي عالمانو هیأت ژمنه وکړه چې خپل دولت ته په افغانستان کې د تأمین شوي سولې او امینت ډاډ ورکوي او له هغوی څخه به وغواړي چې له اسلامي امارت سره دوستانه اړیکې ټینګې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS