جلال آباد ښار کې ۳ موټر پلورنځۍ د غیر قانوني فعالیتونو په دلیل وتړل شوې

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۱:۲۱
.

موظف هیئت چې ترکیب کې يې د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمر او د ولایت د مقام، مستوفیت، ملي امنیت، د امارت د قضایاو او د امنیه قوماندانۍ استازي شامل دي، د جمادي الثاني میاشت په ۱۱ نېټه د چهار شنبې په ورځ د جلال آباد ښار قل اردو سیمه کې له موټرپلورنځیو څخه لیدنه او نظارت وکړ.

دغې بررسۍ کې، چې یاده سیمه کې له ۷ موټرپلورنځیو څخه لیدنه او نظارت وشو او ددغې بررسۍ پایله کې ۳ موټرپلورنځۍ د جواز نه درلودلو او غیر قانوني فعالیتونو په علت مهرلاک او وتړل شوې.

دغه راز یاد هیئت ۴ نورو موټر پلورنځیو ته چې د فعالیت جواز یې درلود، د ځینو نیمګړتیاو د موجودیت په علت اصلاحې توصیې وکړې ترڅو د نافذ شوو اصولو او قوانینو سره سم فعالیت وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS