افغانستان کې د ښځو مقام او وضعیت پېژندنې لومړي ملي کنفرانس ځانګړې مجله چاپ شو.

waheed
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳۱ - ۱۳:۴۰
.

په افغانستان کې د ښځو د مقام د وضعیت پیژندنې د لومړي ملي کنفرانس ځانګرې مجله چې دې کنفرانس ته له ۶۰ لېږل شوو مقالو څخه ۱۰ غوره مقالې رانغاړي، د عدليې وزارت له لوري چاپ شو.

په افغانستان کې د ښځو د مقام د وضعیت پیژندنې لومړې کنفرانس د ۱۳۹۷ کال د کب په ۱۶ نېټه د مارچ د ۸، د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د  پوهې د تولید او د لیکوالو د انګېزې د زیاتوالی په منظور د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینیت له لوري جوړ شو چې په هغه کې یو شمېر جګ پورو دولتي مقاماتو او د بین المللي بنسټونو ستازو ګدون درلود. په دې کنفرانس کې په ادارو کې د ښځو د مقام او د هغوې د دریځ  د لازیاتی پیاوړتیا په باره کې د برخه والو مقاماتو له لوري د اطلاعاتو د وړاندې کولو په ترڅ کې له ۶۰ لېږل شوو مقالو څخه د لیکوالو رول علمي مقالې د دې کنفرانس د داورانو په واسطه د (غوره مقالو) په توګه انتخاب شوې او د هغوې دریو تنو ته يې جایزه يې هم ډالې شوې.

په دې مجله کې د «له طالبانو وروسته د افغانستان په سیاسي پراختیا کې د ښځو د رول»، « په کورنې کې د افغانستان د ښځو اوسني مقام»، « د کسب او کار د فضا په ښه والی کې د ښځو د رول»، «له کور څخه په بهر کې د ښځو د کار په نسبت د کابل ښار د نارینه وو د نظر د بررسۍ»، «د افغانستان په اساسي قانون او په بین المللي سندونوکې د ښځو د سیاسي حقوقو»، «د ښځو د چارو وزارت د ښاغلو ښځو د شخصي کار او ژوندانه په انډول باندې د اغیزمنو عواملو د پیژندنې او درجه بندۍ»، «د افغانستان په فرهنګي او ټولنیزو پراختیا کې د ښخو د رول»، «په افغانستان کې د ښځو د ملاتړیزې مقررې د حقوقو جوړښت( امن کورونو)بررسي »، « د افغانستان په اقتصادي اړیکو کې د ښځو رول»، «د سولې په تیڼګښت او مصالحې په بهیرونو کې د ښځو رول او مقام» او« د افغانستان په سیاسي نظام کې د ښځو د مقام» په موضوګانو سره غوره مقالې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس په هېواد کې د مارچ د ۸، د ښځې د نړیوالې ورځې د نمانځنې یوه له ډیرو اغیزمنو بڼو څخه ده

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۷۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د ننګرهار ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

په کابل ښار کې د خیریه بنسټونو او اتحادیو ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال جوزا (غبرګولي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۹ اتحادیو، ۱۰ خیریه بنسټونو او د یوې شورا فعاليتونه نظارت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۷
Background image

د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د کاپيسا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه، د سه‌شنبې په ورځ، د کاپيسا ولایت د عدليې رئیس مولوي عبدالقدیر عابد په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS