په کابل کې د USAID دفتر د مشارکت برنامې له رئیسې سره د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو د معینې کتنه

د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو معینې ډاکټرې زکيې عادلي، د امریکا د نړیوالی پرمختیا د ادارې د مشارکت د پروګرام USAID له رئیسې میرمن اندریاکموینس سره وکتل.
دواړو لورو په دې کتنه کې د عدليې له وزارت سره د امریکا د نړیوالی پرمختیا ادارې په زیاتو همکاریو او د دواړو بنسټونو په راتلونکو برنامو باندې ټینکار وکړ.
ډاکټرې زکيې عادلي په دولتي ادارو کې د ښځو مشارکت او ځواکمن کول مهم وبالل او د عدليې په وزارت کې يې د ښځینه کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې د USAID د دفتر د زیاتی همکاری غوښتنه وکړه.
له بلې خوا هم میرمن کموینس د مشارکت په برنامه کې د دغه دفتر فعالیت د ډول او لاسته راوړنو په باره کې خبرې وکړې او د عدليې له وزارت سره يې د زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د نړيوالی پرمختیا اداره په حقوقی خدمتونو د هېوادوالو د لاسرسۍ د تامینولو، د عدلي بنسټونو له مسلکي کولو، د دغه بنسټ د ظرفیت لوړولو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې له وزارت سره د رسمي او دودیزو عدلي بنسټونو د اړیکو د پیاوړتیا په برخو کې همکاره ده.