په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۸
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د لغمان ولايت عدليې رئيس د الیشنګ ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل

 د لغمان ولايت د عدليې رئيس مولوي عبدالستار حماس او ورسره مل پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ د دغه ولايت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ له ولسوال قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۱۹مه نېټه، د دو‌شنبې په ورځ، ­ د عدلیې رئیس، مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د موټر پلورنځیو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح د شوال میاشتې په ۱۹مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د موټر پلورنځیو اتحادیې له مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته. . .

BACK TO NEWS