د عدلیې وزارت د شپږو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۹
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د امارت د قضایاوو عمومي رياست اړوند د درېیمې رتبې د شپږو تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو ریاست او د دغه وزارت د  نورو برخو مسئولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مسئولینو د یادو بستونو د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه هم ډاډ ورکړ.
په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۲۱۸ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه ۱۳۷ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۹
Background image

د عدلیې وزارت د شپږو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د امارت د قضایاوو عمومي رياست اړوند د درېیمې رتبې د شپږو تشو بستونو رقابتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۱
Background image

اختتام برنامه آموزشی برای آمرین و کارمندان مرکزی و ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه

برنامه‌های آموزشی شش روزه تحت عنوان «آموزش‌های اداری و مسلکی» که برای آمرین مرکزی و ولایتی و کارمندان ولایتی ریاست مساعدت‌های حقوقی وزارت عدلیه در مرکز برگزار شده بود روز پنجشنبه، ۱۷. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۰
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د مسئولیتونو پر مخ وړلو لپاره علم او اسلامي عقیده اساسي اړتیاوې وبللې

 د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د جمادي الأولی د میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هېواد د ۳۴ ولایتونو د حقوقي مرستو له آمرینو سره چې په یوې زده. . .

BACK TO NEWS