د عدلیې وزارت د شپږو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
Sun, Nov 01 2026 3:09 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د امارت د قضایاوو عمومي رياست اړوند د درېیمې رتبې د شپږو تشو بستونو رقابتي ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو ریاست او د دغه وزارت د  نورو برخو مسئولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مسئولینو د یادو بستونو د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې پروسې له روڼتیا څخه هم ډاډ ورکړ.
په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۲۱۸ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه ۱۳۷ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS