په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر خیریه بنسټونو له فعالیتونو نظارت ترسره شو
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
په دغه نظارت کې د یادو خیریه بنسټونو د فعالیت جوازونه، مهرونه، رسمي کتابونه، د اجراآتو راپورونه او نور اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې د هغو په کاری چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې مشخصې شوې. نظارتي پلاوي، د خيريه بنسټونو مسؤولینو ته د دغو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وړاندې کړې.
د ننګرهار د عدلیې رياست په یاد ولایت کې فعال خیریه بنسټونه په منظم ډول څاري او بررسي کوي ترڅو مستحقو کسانو ته د مرستو له رسېدو او د مرستو د وېش بهیر له روڼتیا څخه ډاد ترلاسه شي.
