په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۲۴
.

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د میاشتې په ۱۸مه نېټه، د ‌یکشنبې په ورځ، د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې­  له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو په فعاليتونو کې یو شمېر نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د یادو ستونزو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت په دوامداره توګه د هېواد په شمال ولایتونو کې له دارالوکالو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د لغمان ولايت عدليې رئيس د الیشنګ ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل

 د لغمان ولايت د عدليې رئيس مولوي عبدالستار حماس او ورسره مل پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ د دغه ولايت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ له ولسوال قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۱۹مه نېټه، د دو‌شنبې په ورځ، ­ د عدلیې رئیس، مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د موټر پلورنځیو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح د شوال میاشتې په ۱۹مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د موټر پلورنځیو اتحادیې له مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته. . .

BACK TO NEWS