د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پکتيا ولایت د مرستيال والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادیالأولی د مياشتې په ۱۳مه نېټه د سهشنبې په ورځ د پکتيا له مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين، د استيناف محمکې رئيس مفتي عبیدالله خالد او د دغه ولایت یو شمېر نورو مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې چې د پکتيا ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه، د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د وړيا حقوقي مرستو او مشورو د وړاندې کولو څرنګوالي، حقوقي مرستو ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسۍ، په ټول هېواد کې د ۱۸۸ وړيا شمېرې له لارې وړيا حقوقي مشورې ورکول او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.
په دې ناسته کې د پکتيا ولایت مرستيال والي او نورو مسؤولينو ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو، حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او د هغوی د مؤکلينو دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې به هم لازمه همکاري وکړي.
