د ننګرهار عدلیې رياست او د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۳۶
.

 د ننګرهار زون د مدافع وکيلانو آمریت د محرم الحرام د مياشت په ۹مه نېټه د شنبې په ورځ، د ننګرهار ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د  عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د مدافع وکیلانو آمریت د ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل چې پر بنسټ یې په تېر یوه کال کې په منظمه توګه له ۷۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی او په ترڅ کې یې د غيرقانوني فعاليتونو مخه نيول شوې ده.
همدارنګه په دې همدې موده کې د مدافع وکیلانو ستونزې اورېدل شوي او پر وخت ورته رسېدنه شوې، د وکیلانو او د هغوی د مؤکلینو ترمنځ یو شمېر حقوقي شخړې حل شوي او د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره بېلابېلې لارې چارې طرحه او عملي شوي دي.
دغه راز په دې ناسته کې مسؤولینو د هغو نیمګړتیاوو یادونه هم وکړه چې، د دارالوکالو په چارو کې تر سترګو شوي او د یادو دارالوکالو له متصدیانو څخه یې وغوښتل چې د اصلاح په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي.
همداراز، د عدلیې ریاست مسؤولینو له مدافع وکیلانو وغوښتل چې د خپلو مؤکلینو له حقوقو څخه په مؤثره او مسلکي توګه دفاع وکړي او له هر ډول غیر قانوني او غیر مسلکي چلند څخه ځانونه وساتي.
په یاده ناسته کې مدافع وکیلانو هم خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه له مسؤلینو سره شریک کړل چې د حل په موخه یې د لازمې همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د عدلیې وزارت د کابل د امارت د قضایاوو ریاست نوی رئیس معرفي شو

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مولوي عصمت الله صدر د دغه وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست اړوند د کابل ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د کابل د امنیتي حوزو له مسؤولینو سره په کتنه کې د عدلیې وزیر له امیر څخه پر اطاعت کولو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د محرم د میاشتې په ۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار د امنیتي حوزو د څلورو زونونو له مسؤولینو سره د یاد وزارت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

BACK TO NEWS