د عدلیې وزارت د کابل د امارت د قضایاوو ریاست نوی رئیس معرفي شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۲
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مولوي عصمت الله صدر د دغه وزارت د امارت د قضایاوو د عمومي ریاست اړوند د کابل ولایت د امارت د قضایاوو ریاست د نوي رئیس په توګه معرفي کړ.

دا مراسم د محرم د میاشتې په ۱۲مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د نورو مسؤولینو او مرکزي رئیسانو په حضور سره ترسره شول او د عدلیې وزیر په‌کې ټینګار وکړ چې په نظام کې د مسؤولینو تغییر او تبدیل یو شرعي اصل دی او افراد د دوی د اهلیت او وړتیا پر بنسټ په حکومتي بستونو کې ګمارل کېږي ترڅو خلکو ته خدمت وکړي.

نوموړي وویل چې دا نظام په ډېرو قربانیو او وینو ترلاسه شوی او اوس له موږ څخه سم او په اخلاص سره کار غواړي. نوموړي مسؤولینو ته توصیه وکړه چې نظام ته په صداقت، اخلاص او ژمنتیا کار وکړي او کاري چارې د مشورې او همغږۍ له لارې پرمخ یوسي.

په دې مراسمو کې محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي وویل چې الحمدلله په نظام کې د مسؤولینو مطلق اکثریت شیوخ او علماء کرام دي او د روا او ناروا تفکیک کولای شي. هغه زیاته کړه چې هر مسؤول باید هغه کار چې ترسره کوي بررسي کړي چې د شریعت مطابق دی او که د هغه خلاف او په هغه صورت کې چې د شریعت مطابق وي، هغه دې ترسره کړي.

د عدلیې وزیر په خپلو خبرو کې د کابل ولایت د امارت د قضایاوو نوي رئیس ته په نوي مسؤولیت کې د بریالیتوب دعا وکړه.

محترم مولوي عصمت الله صدر د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د عالي مقام د منظوري پر بنسټ، د عدلیې وزارت د کابل ولایت د امارت د قضایاوو ریاست د نوي رئیس په توګه تعیین شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د عدلیې وزیر د قوانینو د تدقیق او فقهي تخریج د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې د عدلیې وزارت د اړوندو برخو له لوري د قانون جوړونې او د تقنیني اسنادو د وروستي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۶
Background image

د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او د حقوقي مرستو ریاست نوي رئیسان چې د دغه وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS