په بلخ ولایت کې د څه باندې ۶۰۰ جریبه امارتي ځمکه تشخيص

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۲۱
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د البرز ولسوالۍ اړوند په چهارسای کلي کې د څه باندې شپږ سوه (۶۰۰) جریبه ځمکې دوسیه تر بررسۍ لاندې ونيول شوه او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د عدلیې وزیر د غصب شویو ځمکو د استرداد په بهیر کې پر لا زیات جديت ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سېشنبې په ورځ د غزني، پکتیا او ننګرهار ولایتونو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د لغمان ولايت عدليې رئيس د الیشنګ ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل

 د لغمان ولايت د عدليې رئيس مولوي عبدالستار حماس او ورسره مل پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ د دغه ولايت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ له ولسوال قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۱۹مه نېټه، د دو‌شنبې په ورځ، ­ د عدلیې رئیس، مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS