د لغمان ولايت عدليې رئيس د الیشنګ ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱
.

 د لغمان ولايت د عدليې رئيس مولوي عبدالستار حماس او ورسره مل پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ د دغه ولايت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ له ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل، د ابتدائي محکمې له رئيس مفتي ولي الله او يو شمېر نورو سيمه‌ييزو مسؤولينو سره یې وکتل.

د لغمان ولايت عدليې رئيس له يادو مسؤولينو وغوښتل چې د امارتي ځمکو د غصب د مخنيوي او پر يادو ځمکو د نويو تصرفاتو د مخنيوي په برخه کې له عدليې رياست سره همکاري وکړي او له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کړي.

همدارنګه، په دې ناسته کې د يادې ولسوالۍ ولسوال د عدليې رياست سره د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د لغمان ولايت عدليې رئيس د الیشنګ ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل

 د لغمان ولايت د عدليې رئيس مولوي عبدالستار حماس او ورسره مل پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ د دغه ولايت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ له ولسوال قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۱۹مه نېټه، د دو‌شنبې په ورځ، ­ د عدلیې رئیس، مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د موټر پلورنځیو اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح د شوال میاشتې په ۱۹مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د موټر پلورنځیو اتحادیې له مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته. . .

BACK TO NEWS