په میدان وردګ ولایت کې د څه باندې ۱۴۱۶ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۲:۸
.

 د میدان وردګ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې د میدان وردګ ولایت د سيد اباد ولسوالۍ اړوند په سي سۍ دښته کې د څه باندې یو زرو څلور سوه شپاړس (۱۴۱۶) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث او خبرې وشوې.
هیئت پرېکړه وکړه چې، د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ميدان وردګ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS