د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۰:۳۸
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور خپل ملي تخنیکي حمایوي (ان، تي ،اې) قراردادي طبي تکنالوژیست (۱) بست له ۱۴۰۳/۹/۱۴  تر  ۱۴۰۳/۹/۲۵هـش نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: طبي تکنالوژیست

بست: ملي تخنیکي حمایوي (ان، تي ،اې)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

د پست موقعیت: کابل

د پست شمېر: (۱) بست

د استخدام شرطونه او کاري تجربه:

  • د هېواد له یو پوهنتون او د لوړو زده کړو له موسساتو څخه د طبي تکنالوژۍ په څانګه کې د لیسانس په کچه یا په دې معادل له هېواد څخه بهر فارغ التحصیل چې د عامې روغتیا (EXIT) ازموینه یې تېره کړې وي؛
  • د دندې اړوند لږ تر لږه درې کلنه کاري تجربه درلودل؛
  • د اړوندې څانګې متخصص ته لومړیتوب ورکول کېږي؛
  • د دندې اړوند کمپیوټري مهارت درلودل؛

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي او په دقیق ډول د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies