د میدان وردک ولایت د ابتداییه محکمې له رئیس سره د یاد ولایت د عدلیې رئیس کتنه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۵:۱۳
.

د میدان وردک ولایت د عدليې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان د ربیع الاول د میاشتې په ۱۸ نېټې د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د ابتداییه محکمې له رئیس مولوي موسی کلیم عاصم او د دغې محکمې د جزا د دیوان مفتي سره د عدليې ریاست په مقر کې وکتل او خبرې  ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمر او د یاد ریاست حقوقي مساعد هم حضور درلود او د سترې محکمې د ۴۵ ګڼې متحدالمال، د عدليې ریاست له لوري بې وزله تورنو لپاره د حقوقي مساعد د تعیین، په جزايي قضیو کې د حقوقي مساعد د دندو او واکونو، د هغو شمېر تورونو د برخلیک تعیین چې د هغوی د حق العبد مدعی محکمې ته نه حاضریږي او د نورو موضوعاتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې او د دغو دوو ادارو ترمنځ په لازیاتې همغږۍ ټینګار وشو.

په ورته مهال د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت غړو هم د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس او غړو سره وکتل او د دغه هیئت ستونزې له هغوی سره شریکې کړې.

په دغې ناسته کې د ځمکو د غصب اړوند د یو شمېر دوسیې په اړه بحث وشو او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول او د محکمو او تخنیکي هیئت ترمنځ په لازیاتې همغږۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۸
Background image

په لغمان ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر هټیو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار او لغمان ولایتونو د عدلیې، د امر بالمعروف، د استخباراتو ریاستونو او د زرګرانو د اتحادیو د مسؤولینو ګډ نظارتي پلاوي، د شوال د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د لغمان ولایت. . .

BACK TO NEWS